|
دا ژونـــد به مې تېريږي بس ياد ستا سره کۀ څنګه
مننـــــه لـۀ دې لطف ستا لۀ ما سره
کۀ څنګه
دا سترګې والې ژاړي زما پۀ حال بـــاندې تل ربه؟!
ورانيـــــږي د تقـــــدير ليکــــې ژړا سره کۀ
څنګه
دا ونه لکـــــه بيا لــۀ ميوې ډکه ده چـې هر يــو
ولاړ کاڼى پۀ لاس ورته لــــــۀ خوا سره
کۀ څنګه
کېداى شي دلاس کرښوکـې دې پټ وي تۀ خو يوځـل
تقــدير ليکونکــــى وپوښته دعا
سره کـۀ څنګــه
زما مرګ لـۀ خبر وروسته هاغۀ وې چې ښۀ شو مړ شو
همېش به ځـــــــورېدۀ پۀ
هاغۀ ، دا سره کۀ څنګـه
يــــــادونه به تقــدير څنګــــه بدل کاندي
جاوېــده
دا هسې څـــۀ خبرې دي هـــوا سره کۀ څنګه
+ ليکل شوى پۀ 2011/9/7ساعت 10:51 AMليکول ِاحمدجاوېدمنګل
|
|